هرات (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): هرات کې د ښکاري وسلو یو شمېر پلورونکي وايي، د حکومت له خوا د ژوو او مرغانو پر ښکار د بندیز له امله په دغه ولایت کې د ښکاري وسلو بازار ۹۰ سلنه لوېدلی او خلک یې نور پېرلو ته زړه نه ښه کوي.
هرات کې د ښکاري وسلو یو پلورونکی حبیبالله وایي، څه باندې ۲۰ کاله کېږي په هرات کې ښکاري ټوپک او د ښکار نور وسایل پلوري، خو په خبره یې، دا چې د ښکار دغه وسایل اوس بازار نه لري، نو ان د دوکان کرایه هم نه شي پوره کولای.
هغه زیاتوي، مخکې یې په اونۍ کې تر دوه سوه زره افغانیو پلور درلود، خو اوس د بازار نشتوالي او ورسره پاتې وسلو ته اندېښمن دی.
حبیبالله د خپل کار د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده ویي ویل چې اوس د دوکان د میاشتنۍ کرایې ورکولو وس هم نه لري، په داسې حال کې چې مخکې به یې هره اونۍ له کابله ښکاري ټوپک او د ښکار نور وسایل راوړل او بیا به یې دلته پلورل.
د ښکاري وسلو یوه بل پلورونکي ۵۸ کلن محبوبشاه پژواک ته وویل، څه باندې دېرش کاله کېږي د هرات ښار جامع جومات شمالي واټ کې ښکاري وسلې پلوري.
هغه وایي، په ډېرو هېوادونو کې د ښکاري وسلو پلور ازاد دی، خو اوس په افغانستان کې پر ښکار د بندیز له امله د دغو وسلو د پلور بازار ۹۰ سلنه لوېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه: «ښکاري وسلې بېلابېلې بیې لري چې له درې زره افغانۍ نیوې تر سل زره افغانیو پورې بیې لري، پاکستاني ښکاري ټوپک پر درې زره افغانۍ او ترکي ښکاري ټوپک په شپږ زره افغانۍ دي خو داسې وسلې هم شته چې له ۲۰ زرو نیولې بیا تر سل زره افغانیو پورې بیې لري.»
هغه وایي، پر ښکار له بندیز وروسته اوس یوازې د ګوتو په شمېر مشتریان لري چې هغه هم مالداران دي؛ ځکه د هغه په خبره، کلیوال، په ځانګړې توکه مالداران د خپلو مالونو او شتمنیو ساتلو په موخه له ښکاري وسلو استفاده کوي.
بلخوا، د هرات د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې د نایاب مرغانو او حیواناتو د ښکار په اړه د حکومت د مشرتابه فرمان په جدي ډول تطبیقېږي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د هرات د چاپېریالساتنې ریاست د اړیکو او عامه پوهاوي مدیر حامد الهام وایي، پر ښکار په ټول هېواد کې بندیز لګېدلی او هرات کې هم دغه فرمان په جدي ډول تطبیقېږي.
هغه وویل چې ډېری کمیابه ژوي او مرغان د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او ډېر یې له منځه تللي هم دي چې د هغه په خبره، تېر یوه کال یې زرګونه مرغان له پلورونکو ضبط او طبیعت ته خوشي کړي؛ ځکه دا چاره کولای شي د مرغانو د نسل د له منځه تلو په مخنیوي کې مهمم رول ولري.
د الهام په خبره، د هرات د چاپېریالساتنې ادارې د ۲۳۰۰ او د ۲۵۰۰ پورې کمیابه مرغان چې په هغو کې باز، کارغه، زرکې، مړزان، کوتاڼه، سایره او جل شامل دي، د هغو د نسل د له منځه تلو مخنیوي په موخه یې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالي، پل پشتون، انجیل، پل مالان او پل هاشمي سیمو کې طبیعت ته خوشي کړي دي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د ژوو او مرغانو ښکار منع کړای شوی او حکومتي مسوولین ټینګار کوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي او دغه څه لامل شوي څو په هېواد کې د ښکاري وسلو بازار کمرنګی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP