Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ۳۹مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ۱۴۱۳  قیراطه زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): په نهه‌دېرشمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۴۱۳ قیراطه زمرد د ۱۷۱ زره او ۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې د پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، کندهار او پکتیا ولایتونو ۱۰۱ سوداګرو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه، یاده اندازه زمرد نهه جعبې وو چې د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.

د پنجشېر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په پنجشېر کې په قانوني ډول د زمردو استخراج، د سیمې زرګونه کسانو ته د کار او په دې برخه کې ځوانانو ته د کوچنیو پانګو زمینه هم برابره شوې ده.

پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۳۹ ځلې د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د زمرودو د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۲۱ ته رسېږي چې له ډلې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.