Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کانکور ازموینه پیل شوه

پل‌علم (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې مسوولین وایي چې نن د دغه ولایت د ښوونځیو له ۲۵۰۰ فارغینو د کانکور ازموینې اخیستو لړۍ پيل شوه.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې ريیس مفتي ضیااحمد صارم په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې سږ کال له دغه ولایته د کانکور ازموینه کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه ازموینه له یاد شمېر کسانو په درېیو ورځو کې اخیستل کېږي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې زموږ ځوانان د عصري زده کړو برخه کې پرمختګ وکړي او هېواد ته بریالیتوبونه راوړي.

هغه زیاته کړه، هر افغان دا دنده او مسوولیت لري چې بل افغان ته د لیک لوست زمینه برابره کړي.

د هغه په خبره، د ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو ته په کار ده چې زده‌کوونکي او محصلین په داسې روحیه وروزي چې هېواد ته په صداقت سره خدمت وکړي.

لوګر کې د کانکور ازموینې یوه ګډونوال شفیع‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د روان کال په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی دی، ځو ټینګار کوي چې د لوړو زده‌کړو وزارت دې د هېواد پوهنتونونو ته د ځوانانو د جذب لمن پراخه کړي.

د ازموینې ملي ادارې له لوري د لوګر په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې اخیستو لړۍ پیل کړې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو درېیو ورځو کې به بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي ازموينو اداره وايي چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينه به په پنځو پړاوونو کې له د غبرګولي له اومې نېټې بیا د سرطان تر شلمې پورې ترسره شي او سږ کال به له ۱۱۲ زره ډېر نوماندان د لوړو، نيمه لوړو زده‌کړو او ماسټري پروګرامونو ته جذب شي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموينې لومړۍ مرحله به په ميدان‌وردګو، پروان، پنجشېر، پکتیکا، غور، دايکنډي، لوګر، کاپيسا، غزني، بغلان او باميان ولایتونو کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.