Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د چت پرېوتو له امله څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

خوست ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست سیمه‌ییز مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یو کور د چت لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی  او درې نور ټپيان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا پېښه نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د یادې ولسوالۍ د ایسار په کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، پېښه د طوفان او تیز باران له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یوه ۶۴ کلنه مېرمن مړه شوې او درې تنه نور – چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي – ټپيان شوي دي.

د ګربز په وینا، ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي، او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.