Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د سيلابونو راوتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

غزني‌ښار ( پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د تېرې ورځې سېلابونو راوتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ناوخته د غزني ښار اړوند د درېيمي امنیتي حوزې پیرزاده سیمه کې سېلاب دوه ماشومان وړي وو.

هغه وویل، یوه کس غوښتل چې یاد ماشومان وژغوري خو خپل یې ژوند له لاسه ورکړ او ماشومان په ټپي حال کې وژغورل شول.

دی وایي، ماشومان اوسمهال د غزني په ملکي روغتون کې تر  درملنه لاندې دي.

هغه دغه‌راز وویل چې تېره ورځ د غزني مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې نسبتآ شدید باران وشو چې په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي او د خلکو کرنیزو حاصلاتو ته یې هم زیان اړولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.