کابل (پژواک، ٢٧ چنګاۍ ١٤٠٤: کابل ته له پاکستانه راغي پلاوي سره لیدنه کې، د افغانستان رئیس الوزراء یاد هېواد ته د سفر بلنه ومنله او د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې د دواړو هېوادونو مشترکات باید د عملي همکاریو بنسټ وګرځي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي چې د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند تېره ورڅ مازیګر د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره کابل کې په ګلخانې ماڼۍ کې کتلي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محترم محمد اسحاق ډار په دغې کتنه کې ویلي چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي په وروستي سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ شوې هوکړې عملي شوي او خوښ دی چې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان – ټرانس رېل پټلۍ پروژې تړون لاسلیک شو.
د ده په وینا، چین ته یې په خپل وروستي سفر کې، له یاد هیواد وغوښتل چې له ټرانس-افغان پروژې ملاتړ وکړي.
د یادې پروژې د شونتیا څېړنې هوکړه تېره ورځ د افغانستان، پاکستان او اوزبېکستان تر منځ کابل کې لاسلیک شوه.
اسحاق ډار ویلي: “هیله مند یوو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي، ترڅو راتلونکي نسلونه د ورورۍ او همدلۍ په فضا کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي.”
فطرت لیکلي چې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په دې کتنه کې وویل: “خوښ یم چې ستاسو مخکېني سفر ښې لاسته راوړنې لرلې او دعا کوم چې ستاسو اوسنی سفر هم ګټورې پایلې ولري.”
رئیس الوزراء هیله څرګنده کړه چې د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په ځانګړې توګه هیواد ته د افغان مهاجرینو په راستنېدلو کې د دواړو لوریو کوښښونه موثر واقع شي.
ده د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک ته په اشارې ویلي: موږ تر خپله وسه کوښښ کوو چې ټرانس- افغان پروژه بریالۍ شي.
نوموړي زیاته کړې:”د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي او له الله تعالی څخه غواړم چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري ، وروري او ښه ګاونډیتوب حل کړو.”
د اسلامي امارت رئیس الوزراء پاکستان ته د سفر په خاطر د یاد هیواد د لومړي وزیر له بلنې مننه کړې او وېلي يې دي چې په یو مناسب فرصت کې به هغه هیواد ته سفر وکړي.
دغه راز، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د قانع د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د پاکستان د پلاوي سفر د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانسافغان وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې لاسلیک یو مهم پرمختګ وباله.
نوموړي دغه هوکړه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو لپاره بنسټیز ګام بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو ارزښتونو، دیني او فرهنګي پیوستون، تاریخي اړیکو، متقابلې همکارۍ، او د ګډو اقتصادي فرصتونو یادونه کړې، ټینګار یې کړی چې دا مشترکات باید د عملي همکاریو بنسټ وګرځي.
قانع لیکلي چې اسحاق ډار هم په دې کتنه کې د ټرانسافغان پروژې شونتیا د څېړنې هوکړه یو ستر پرمختګ بللی، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاریخي، ښه ګاونډیتوب او لا ښو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت، او سیاسي تفاهم په برخو کې د دوامداره او رغنده همکاریو هیله څرګنده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP