غزنيښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د غزني ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مرکز او درېیو ولسوالیو ترمنځ د نیزهوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو سیالیو کې د مرکز په ګډون د اندړ، ګیرو او دهیک ولسوالیو ۱۱۲ نیزهبازانو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې د اندړو ولسوالۍ د محمدانور لوبډلې د ۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د رحمتالله بیدار لوبډلې د ۴۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او د محمد انور بي ګروپ لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقامونه خپل کړل.
د دغو سیالیو یوه لوبغاړي محمدانور اندړ پژواک ته وویل: «نیزهبازي په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده؛ پخوا یې ډېر مینهوال وو، خو وروستیو جګړو دا لوبه کمرنګه کړې ده.»
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د نیزهبازانو لپاره امکانات برابر کړي او همداراز د اسونو ساتنې او روزنې لپاره هم لازم تدابیر ونیسي.
یادونه باید وشي چې نیزهبازي یوازې په غزني نه، بلکې په نږدې ټول هېواد کې له پخوا راهیسې دود لوبه ده چې پهکې اسونه په پراخو میدانونو کې ځغلول کېږي او لوبغاړي د نیزې په واسطه له ځمکې خښ شوي لرګي پورته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP