Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په څیو سیمو کې د سخت باران او سېلابونو راتلو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي او د ژغورنې عملیاتو پر مهال یوه چورلکه لوېدلې چې په دې پېښه کې هم پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې په سوات، بونیر، شنګله، باجوړ، کوز دیر، بټګرام او مانسېره ولسوالیو کې د سېلابونو راتلو له امله لسګونه کورونه او ښوونځي په بشپړ یا یو څه ویجاړ شوي او د سوات په ځینو سیمو کې د برېښنا پایو او ترانسفرمرونو د تخریب له امله برېښنا پرې شوې ده.

راپور کې راغلي چې په بونیر کې د ۳۰۰ زده‌کوونکو په ګډون له دوه زره ډېر کسان د ژغورنې ټیمونو له لوري خوندي ځایونو ته انتقال شوي او د پیربابا بازار او ګڼ شمېر کلي تر اوبو لاندې شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په مانسېره کې هم بند پاتې ګرځندویان ژغورل شوي او ځینو درو ته پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

راپور کې راغلي چې تر اوسه د سېلابونو راتلو له امله له دوو سوه ډېر کسان مړه شوي او د ژغورنې پر مهال یوه «Mi-17» چورلکه هم لوېدلې چې پنځو کسانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایالتي حکومت د دغو پنځو کسانو د مړینې له امله نن عمومي ماتم اعلان کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.