Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د شخصي دښمنۍ له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه، نن غرمه د تګاب ولسوالۍ د قلعه ولي په سیمه کې  رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې په دغه پېښه کې څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د دغې پېښې په اړه یې دوه کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.