خوستښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي، هغه تورن کس یې له کلاشینکوف او لاسي بم سره نیولی چې د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژنې په موخه د خسر کور ته ورغلی و.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د خوست ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کنډیو په مردون بابا سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي: «د نیول شوي کس له لوري د وژنې هڅه هدف ته له رسېدو وړاندې شنډه شوې.»
خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې دمه د دې کړنې انګېزه نه ده روښانه شوې، خو د معلوماتو پر اساس، نیول شوی کس په ورته شان یو شمېر نورو مرګونو هڅو هم تورن دی چې د قانوني اجرااتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP