کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): سرچینې وايي چې د تېرې شپې زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې تر اوسه ۲۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
یاده زلزله د ريښتر په کچه ۶،۴ درجې وه چې تېره شپه ۱:۰۰ بجه وشوه او د سمنګان او بلخ ولایتونو په ګډون یې کابل، بغلان، سرپل او کندوز ولایتونه هم ولړزول.
د زلزلې مرکز د بلخ په خلم ولسوالي کې و.
د ځايي سرچینو په وینا، دې زلزلې ډېره مرګژوبله او زیانونه په سمنګان او بلخ ولایتونو کې اړولي د مرستې ټیمونه د ځايي خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه ۲۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، ژغورونکي ټیمونه په سیمه کې په عملیاتو دي او د مرګژوبلې شمېرې ښايي بدلون وکړي.
هغه زیاته کړې چې روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د وزارت رهبرۍ ټولو نږدې روغتونونو ته د تیارسئ امر کړی دی.
ورته مهال، د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ژغورنې ټیمونه او بېړنۍ مرستې په چټکۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات، روغتونونو ته د ټپیانو لېږد او زیانمنو شوو کورنیو ته مرستې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP