کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو درملنې یوه مرکز کې نږدې ۸۰۰ کسان د حرفوي زدهکړو له پنځو بېلابېلو برخو فارغ شول.
یادو کسانو ته د څلورو مياشتو په اوږدو کې د بوټ او بیک جوړولو، خياطۍ، د ساختماني برېښنا انجنیري برخو کې زدهکړې ورکړل شوې دي.
د یادو کسانو په فراغتغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي وویل، یاد کسان چې له خپلو کورنیو او ټولنې جلا شوي وو او د ژوند تر ټولو سخت پړاوونه یې تېر کړي، اوس له درملنې او زدهکړو وروسته بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو جوګه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «دغو کسانو له لازمې درملنې وروسته همت وکړ او زدهکړو ته یې مخه کړه چې نن یې موږ او تاسو د پایلې شاهدان یو، شاوخوا ۸۰۰ کسان له پنځو مختلفو حرفو فارغ شول چې له دې وروسته به د ماهرو کارګرو په توګه د خپلو خلکو او ټولنې خدمت او هم به له خپلې کورنۍ سره د مسوولو اشخاصو په توګه همکاري او د هغوی لاسنیوی کوي.»
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معينیت استازي قاري عبدالباقي خیرخواه په نننۍ فراغتغونډه کې وویل: «په نننۍ پرتیمنه غونډه کې موږ د ۸۰۰ کسانو د فراغت شاهدان یو چې تر درملنې او روزنې وروسته ټولنې ته د بیا ورتګ لپاره چمتو شوي، دغه کار نه یوازې یوه لاستهراوړنه ده، بلکې د ټولو لپاره یو پيغام دی چې په هڅو، کلکې ارادې او ايمان سره هره ستونزه د حل وړ ده.»
ده یادو فارغانو ته په خطاب کې وویل چې اوس خپلو کورنیو او ټولنې ته د خدمت جوګه شوي «نو اړینه ده چې دا لاستهراوړنه د اسلامي اخلاقو په رعایت سره وساتئ.»
د یادو فارغانو د کورنۍ په استازيتوب د کونړ له غازياباد ولسوالۍ څخه راغلي غازيګل د اسلامي امارت له چارواکو، په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو له وزارته مننه وکړه چې له ټولنې رټل شوو کسانو لپاره یې داسې لاره برابره کړې چې هم یې درملنه شوې او هم یې یوه حرفه زده کړې ده.
هغه وویل: «دا کوم کسان چې ناست دي، دا زموږ او تاسو بچيان دي، کو چا چې څومره سختې ورسره برداشت کړې او څومره استادان یې ورته نیولي، څومره مصارف یې پر دوی باندې کړي، مننه ترې کوو.»
له روږدېدو د درملنه شوو او له حرفوي زدهکړو د فارغو کسانو له ډلې د لغمان اوسېدونکي رحمالدین چې د برېښنا برخه کې یې زدهکړې ترلاسه کړې، وايي، شاوخوا پنځهویشت دېرش کاله پر نشو روږدی و او ملګرو ورته هڅولی و.
دغه راز، عبدالمالک چې شاوخوا اته کاله پر نشو روږدی و وايي: «دا ډېر بد نوم ده چې پر موږ باندې راغلی، غواړم دغه بد نوم لرې شي، زدهکړې مې وکړې او له امارته هم مننه کوم، انشاءالله چې بیا به نه راځم ډېرې بدې ورځې مې وليدې او ډېرې بدې خاطرې ورنه لرو، کوښښ کوو چې بیا دغه عمل ته را ونه ګرځو.»
دی زیاتوي چې کورنۍ، مېرمن او ماشومان لري، پخوا یې بل چا لاسنیوی او مرسته کوله.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله کې په امید مرکز کې شاوخوا ۹۰۰۰ روږدي درملنه شوي او د حرفوي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته رخصت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP