خوستښار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د خوست ښاروالي وايي چې په ښار کې د نظم رامنځته کولو او د ګڼېګوڼې کمولو په موخه لاسپلورونکي له مرکزي واټونو ځانګړو شوو ځایونو ته انتقالوي خو ځیني لاسپلورونکي بیا وایي، دوی ته ځانګړی شوی ځای د کاروبار لپاره مناسب نه دی.
د خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري وايي، د دې پرېکړې پلې کېدو لپاره د لاسپلورونکو ټولې اندېښنې په پام کې نیول شوې دي او د بدیلو ځایونو په ټاکنه کې هم له پوره غوره کار اخیستل شوی، څو هغوی له اقتصادي پلوه اغېزمن نه شي.
هغه وویل: «اوس چې کومه طرحه موږ جوړه کړې ده، په دې کې له موږ سره اصناف او ټول دوکانداران ملګري دي؛ کله چې موږ سړکونه صفا کړو، له هغه وروسته د پیادهرو او لاسي ګاډیو مسوولیت دوی پر غاړه اخیستی چې موږ به یې مخه نیسو.»
د خوست یوه اوسېدونکي اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لاسپلورونکو منظم انتقال به نه یوازې ښاري نظم ته وده ورکړي، بلکې د ښار د عمومي بڼې او سوداګریز چاپېریال د ښهوالي لامل به هم شي.
هغه زیاته کړه: «دا کوم اقدام چې ښاروالۍ کړی، دا د خلکو او ټولو لپاره اسانتیا ده؛ په ښار کې رش ډېر زیات شوی، خلک د بېروبار له امله په ساعتونو ساعتونو ایسار وي.»
بل لور ته، دې پرېکړې هغه سلګونه کسان اندېښمن کړي چې د سړک غاړو ته د کوچنیو کاروبارونو له لارې خپل ورځنی ژوند چلوري.
په خوست ښار کې یوه لاسپلورونکو احسانالله پژواک ته وویل، وېره لري نوي ټاکل شوي ځایونه به د پېرېدونکو له پلوه کمزوري وي او د دوی راروان محدود عاید به نور هم کم کړي.
هغه وویل: «دلته په دغه ځای کې موږ خپل رزق ګټو او خپل کاروبار کوو، خو له دغه ځایه یې موږ ایستلي یو. د ښاروالۍ کسان راځي او وايي دلته مو ځای نیولی، خو موږ دومره ځای نه دی نیولی؛ نو موږ کاروبار چېرته وکړو؟ د کاروبار زمینه نه ده مساعده، څه وکړو؟.»
د هغه په خبره، کوم ځای چې د دوی لپاره انتخاب شوی، ډېر لرې او د بازار څنډه کې دی؛ هغه ځای ته به سخته وي چې خلک ورشي او له دوی سودا واخلي.
نوموړی زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دلته یې موږ ته کوچني ځایونه راکړي وای؛ نه به سړک ته وتلو او نه به پیادهرو ته دننه کېدو.»
یو بل لاسپلورونکی بختالله هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې ځانګړی شوی ځای د دوی د کاروبار لپاره مناسب نه دی.
خوست ښار چې په وروستیو کلونو کې د نفوس، ترافیکو او سوداګریزو فعالیتونو له پلوه د پام وړ پراخ شوی، له همدې پراختیا سره سره بیا هم ښاري نظم د ښاروالۍ لپاره پر یوه جدي ننګونه بدل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP