Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر وېنزویلا د امریکا برید؛ امنیت شورا سبا بېړنۍ غونډه جوړوي

کابل (پژواک، ۱۴ جدی ۱۴۰۴): رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا پر وېنزویلا د امریکا متحده ایالاتونو د برید په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پرون ویلي وو چې امریکایي ځواکونه پر وېنزویلا له نظامي بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي او له هېواده یې ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ لږ تر لږه د اوو چاودنو او په ټیټه ارتفاع د الوتکو غږونه د وېنزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې اورېدل شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دغه اقدام د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له لوري د «یو خطرناک دود رامنځته کول» بلل شوی او سبا (دوشنبه، د مرغومي ۱۵مه) به په دې اړه اضطراري غونډه جوړه شي.

د ډیپلوماټانو په وینا، د دې غونډې جوړېدو غوښتنه د کولمبیا او د روسیې او چین په ملاتړ د ۱۵ غړو هېوادونو له لوري امنیت شورا ته وړاندې شوې ده.

امنیت شورا د تېر کال د اکټوبر او ډسمبر میاشتو کې هم د امریکا او وېنزویلا ترمنځ د کړکېچونو زیاتېدو په اړه دوه غونډې ترسره کړې وې.

ډونالد ترمپ پرون (شنبه) اعلان وکړ چې واشنګټن به د وېنزویلا اداره «تر هغه وخته چې یو خوندي، مناسب او سنجول شوی انتقالي بهیر برابر شي» په لاس کې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.