کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د عملیاتو غبرګون کې د دغه هېواد په مینهسوتا او ۴۶ نورو ایالتونو کې پراخ اعتراضونه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، زرګونه معترضین د مینیاپولیس ښار سړکونو ته راوتلي او زدهکوونکو د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې، د دوو امریکايي وګړو د وژل کېدو غبرګون کې، کار او درسونه پرېیښي او د مینهسوتا له ایالته د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
په راپور کې راغلي چې زدهکوونکو او ښوونکو له کلیفورنیا تر نیویارکه درسي ټولګي پرېیښي او سړکونو ته په اعتراض راوتلي دي.
د راپور له مخې، په ۴۶ ایالتونو کې ۲۵۰ اعتراضونه ترسره شوي چې د نیویارک، لاسانجلس، شیکاګو او واشنګټن په څېر لوی ښارونه هم پهکې شامل دي. معترضانو د «نه کار، نه مکتب، نه پېر، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې بودجه ودروئ» شعارونو په ورکولو اعتراضونه کړي دي.
د یادونې ده، دغه اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د جنورۍ په ۷مه د مینهسوتا پر یوه اوسېدونکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
د اعتراضونو پر مهال، دغو ځواکونو پر څو نورو معترضینو هم ډزې کړې او د جنورۍ په ۲۴مه یې یو بل امریکايي وګړی هم وژلی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP