Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ایران د فوټسال ملي لوبډلې نن له یو بل سره مخ کېږي

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه کې، د څلورم ګروپ لومړي مقام ساتلو په موخه نن د ایران ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته کښته کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت مازدیګر څلورنیمې بجې د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې کې ترسره کېږي.

د مجید مرتضایي په مشرۍ د افغانستان لوبډلې د ګروپي پړاو په لومړیو دوو سیالیو کې سعودي عربستان او مالیزیا ته په ترتیب ۳–۰ او ۷–۰ ماتې ورکړې او د شپږو امتیازونو په لرلو سره د څلورم ګروپ په سر کې ځای لري.

د ایران لوبډله هم شپږ امتیازونه لري، خو د افغانستان په پرتله یې د ګولونو تفاضل کم دی.

افغانستان به د مساوي پایلې په ترلاسه کولو سره هم د دغه ګروپ د په سر کې بل پړاو ته لار ومومي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام د ګروپي پړاو دویمو سیالیو پای کې د افغانستان ملي لوبډلې د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو، لس ګولونو وهلو او بې له کوم ګول خوړلو، د سیالیو تر ټولو غوره لوبډله بلل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.