Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فوټسال اسیا ملتونو جام؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له جاپان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا ملتونو جام د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې نن د جاپان ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

دغه لوبه نن (سه‌شنبه) د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه‌نیمې بجې د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نیمه‌پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

افغانستان د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې د سعودي عربستان او مالیزیا پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې وې، خو د ایران د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې یې ماتې خوړلې وه.

د جاپان د فوټسال ملي لوبډله په نړۍواله درجه‌بندۍ کې ۱۳م او په اسیايي درجه‌بندۍ کې درېیم مقام لري، په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍواله درجه‌بندۍ کې ۲۸م او د اسیا په کچه اووم ځای خپل کړی دی.

د اسیا د فوټسال ملتونو جام سیالۍ له څه مودې راهیسې د اندونیزیا په کوربه‌توب په جاکارتا کې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.