Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۳۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني ښار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني ولایت په مرکز کې د ځايي سوداګرو په مالي ملاتړ د ۳۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د دغو مراسمو یوه تنظیمونکي او مشر، سید ګل احمد معتمدي نن په دې مراسمو کې وویل چې دغه مراسم د هغو کسان لپاره جوړ شوي وو چې د واده لګښتونه یې نه شو پوره کولی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو مراسمو کې د غزني سربېره د کابل، بامیان، دایکندي او وردګو ولایتونو زومانو هم ګډون کړی وو او شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښټ پرې راغلی و.

د ده په وینا، دا په غزني کې اووه ویشتم ځل دی چې د ودونو دا ډول مراسم ترسره کیږي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې په ودونو کې د بې‌ځایه لګښتونو او ناوړه دودونو ډډه وکړي، ترڅو بې‌وزله ځوانان د دغو لګښتونو له امله منکراتو یا ناقانونه سفرونو ته اړ نه شي.

سید علم‌ګیر چې د واده مراسم ترسره شول، پژواک ته وویل دوه کاله کېږي چې کوژده یې کړې وه خو د واده لګښت نه شو پوره کولی، نو ځکه یې وپتییله چې د یادو مراسمو کې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.