Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د غره ښویېدنې پېښه؛ د یوه کور څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي

چاریکار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي کلي کې پر یوه کور له غره د ډبرو ښویېدو له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د غره ښویېدنې له امله پر یوه کور ډبرې راغلې چې له امله یې د یاد کور څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د پېښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د یادونې ده، د هېواد په یو شمېر غرنیو سیمو کې له دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.