کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): که څه هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره د مورني ژبې ساتل یوه جدي ننګونه بلل کېږي، خو کارپوهان وایي که مورنی ژبه په کورنیو کې هېره شي، د راتلونکو نسلونو د کلتور او هویت یوه مهمه برخه به ورو ورو له منځه ولاړه شي. د هغوی په خبره، میندې او پلرونه مکلف دي چې له هېواده بهر خپلو ماشومانو ته مورنۍ ژبه ور زده کړي.
مورنی ژبه هغه لومړۍ ژبه ده چې انسان یې په کورنۍ چاپېریال کې زده کوي او له همدې لارې خپل فکر، احساس او هویت څرګندوي. دا ژبه د ځانګړي ارزښت لرونکې ده؛ ځکه چې د یو ملت د کلتور، تاریخ او هویت ښکاندویه ده او د نسلونو ترمنځ د اړیکو په ساتلو کې بنسټیز رول لري.
په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله میلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د هغوی اولادونه د هماغو هېوادونو ښوونځیو کې زدهکړې کوي او په ډېرو کورنیو کې داسې لیدل کېږي چې ماشومان په خپله مورنۍ ژبه بشپړ تسلط نه لري او په لیکلو او ویلو کې ستونزې لري.
له کوچنیوالي کډوال شوي کسان
منیژه، چې لا یو کلنه وه له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډواله شوې، هلته لویه شوې او اوس په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي. هغه وایي: «پلار او مور مې ډېر هڅه وکړه چې له انګلیسي سره سره دري هم زده کړم، خو لیکل یې نه شم کولای او خط یې هم نه شم لوستلای.»
هغه زیاتوي چې په انګلیسي ژبه زدهکړې کول او په کور کې د تمرین لپاره د وخت نشتوالی د دې لامل شوی چې په مورنۍ ژبه لیکل او لوستل زده نه کړم.
زهره، چې په څلور کلنۍ کې امریکا ته کډواله شوې، وایي چې په دري خبرې کولای شي خو روانې نه دي. هغه زیاتوي چې په امریکا کې یې زدهکړې کړي او اوس کار هم کوي، نو زیاتره له انګلیسي ژبې سره سروکار لري. د هغې په وینا، په ماشومتوب کې یې ټول وخت په ښوونځي کې تېرېده او والدینو یې هم د شپې له خوا وخت نه درولد دري ور زده کړي، نو له همدې امله یې د لوستلو او لیکلو مهارت نه دی ترلاسه کړی، خو په ابتدایي کچه خبرې کولای شي.
په غربت کې د مورنۍ ژبې د ساتلو هڅې
منیژه رسولي، چې ۱۷ کاله کېږي په اسټرالیا کې ژوند کوي، وایي: «زه درې ماشومان لرم، ټول په اسټرالیا کې زېږېدلي دي. انګلیسي یې لومړۍ ژبه ده، ښه خبرې کوي، ښه لوستل او لیکل کوي، خو په دري خبرې کولای شي؛ خو لوستل او لیکل یې نه دي زده.»
هغه زیاتوي چې په کار بوختیا له امله یې وخت نه دی پیدا کړې خپلو ماشومانو ته دري ور زده کړي.
د هغې په خبره، ډېرې کورنۍ شته چې ماشومان یې په بشپړ ډول له مورنۍ ژبې بېخبره دي؛ ځکه والدین هم په کور کې د هغه هېواد په ژبه خبرې کوي چې هلته ژوند کوي.
عبدالخالق، چې اووه کاله کېږي په امریکا کې ژوند کوي، وایي: «موږ هڅه کوو چې مورنی ژبه مو هېره نه شي. خوشبختانه د کورنۍ ټول غړي په دري خبرې کولای شي، خو د لوستلو او لیکلو برخه یې ځینو ته کمزوره ده، په ځانګړي ډول ماشومانو ته چې ډېر له چاپېریال سره بوخت دي.»
هغه زیاتوي چې د ماشومانو لپاره د دري کتابونه اخلي او هغوی د هغو مطالعې او لیکلو ته هڅوي.
فرهاد فروتن، چې لس کاله کېږي په جرمني کې ژوند کوي، وایي، څلور ماشومان لري او د هغه هېواد رسمي ژبه جرمني ده. هغه زیاتوي چې ماشومان یې د ښوونځي له امله د مورنۍ ژبې لوستل او لیکل نه شي کولای، خو په کور کې په دري خبرې کوي.
فروغ ترین، چې نږدې درې کاله کېږي په فرانسه کې ژوند کوي، وایي: «زه یوه لور لرم. زه او مېړه مې د ملي ژبو اهمیت ته ډېر ارزښت ورکوو او هڅه کوو چې لور مو په دري ښه لوستل او لیکل زده کړي؛ ځکه دري زموږ مورنی ژبه او زموږ ملي هویت دی.»
کارپوهان: کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د مورنۍ ژبې ور زده کول جدي ونیسي
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی څېړنیار عبدالرحمن احساس وایي چې مورنی ژبه د کلتوري هویت بنسټ دی او د ماشومانو د شخصیت، فکر، انتقادي لید او اعتماد په جوړېدو کې مهم رول لري. د هغه په خبره، دا ژبه د نسلونو ترمنځ اړیکه ساتي او په همدې ژبه زدهکړې د زدهکړې بهیر اسانه کوي.
هغه زیاتوي چې د مورنۍ ژبې پیاوړتیا د کلتوري هویت د ټینګښت، د کورنۍ او ټولنیزو اړیکو د ښه کېدو او د نورو علومو د زدهکړې د اسانتیا سبب ګرځي.
هغه وایي، په افغانستان کې ګڼې ملي او محلي ژبې شته چې د کلتوري تنوع ښکارندویي کوي. دري او پښتو ملي او رسمي ژبې دي او اوزبیکي، بلوچي، نورستاني، ترکمني، اورمري او نورې ژبې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویل کېږي.
احساس وایي: «هغه افغانان چې په بهر کې ژوند کوي، د خپلو راتلونکو نسلونو پر وړاندې لوی مسوولیت لري چې خپل هویت وساتي. دا هغه وخت ممکن دی چې والدین له خپلو ماشومانو سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي او هغوی د هغو لوستلو او لیکلو ته وهڅوي.»
بل علمي غړی محبالله وایي چې مورنۍ ژبه د انسان د هویت بنسټیزه برخه ده او اساسي حق دی چې د شخصیت په جوړېدو، د احساساتو په بیان او د نورو ژبو په زده کولو کې مهم رول لري. د هغه په خبره، د مورنۍ ژبې ساتنه د کورنۍ، ټولنې او حکومت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه خبرداری ورکوي چې مهاجرت، د نړۍوالو ژبو نفوذ او ځینې ناسمې ژبني پالیسۍ کولی شي مورنۍ ژبې کمزورې کړي، خو د دغو ژبو ساتنه د کلتوري ودې، ښوونې او ټولنیز هویت د پیاوړتیا سبب ګرځي.
په همدې حال کې فرهنګي شنونکی محمدمنیب ابراهیمي وایي: «موږ په هېواد کې دوه ملي ژبې لرو او تر ۳۳ زیاتې نورې ژبې هم ویل کېږي. موږ باید خپلو ملي او مورنیو ژبو ته ارزښت ورکړو او د هغوی د ودې لپاره کار وکړو.»
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغانان مخاطب کړي او وایي چې والدین مکلف دي خپلو ماشومانو ته د مورنۍ ژبې اهمیت ورزده کړي او د هغې د زدهکړې زمینه ورته برابره کړي.