کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشر حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه د سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
هغه لیکلي چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د کارکوونکو له لوري د شپې تر ۱:۳۰ بجو پورې د پاککارۍ چارو دوام درلود او په پایله کې یاده لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړې، همدارنګه په راتلونکو دوو ورځو کې د یادې لارې په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو راتلو وړاندوینه هم شوې ده.
حقشناس ویلي، پر همدې اساس پر یاده لویه لار له تلونکو مسافرو غوښته کېږي چې د سفر پر مهال له بشپړ احتیاطه کار واخلي او ترافیکي اصول رعایت کړي.