ژبه

بلوچستان کې د پيپلز ګوند د يوه سيمه‌ييز مشر پر کور موټربم برید؛ ۱۷ کسان وژل شوي

Khwaja Nasir Sideqi

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۶

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې،  د بلوچستان په خضدار سيمه کې د پاکستان د پیپلز ګوند د یوه سیمه‌ییز مشر شفیق‌الرحمن منګل پر کور موټربم او وسله‌وال برید شوی چې له امله يې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، برید د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خضدار بازار د شهزاد ټاون سیمه کې د شفیق منګل پر استوګنځي شوی چې نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

سرچینې ویلي، بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د منګل د کور له دروازې سره جنګولی چې په چاودنه کې یې د کور دروازه، دېوال او د ودانۍ یوه برخه ویجاړ شوي دي.

ورځپاڼه کاږي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې نښته هم شوې چې نږدې درې ساعته روانه وه؛ په دې نښته کې له درنو وسلو، راکټونو او لاسي بمونو هم کار اخیستل شوی دی.

سرچینې د یوې امنیتي سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په وژل شوو کې د شفیق منګل ساتونکي او امنیتي کسان هم شامل دي.

راپور کې راغلي چې پنځه بریدګر هم د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د جهلوان پینل په نوم د یوې سیمه‌ییزې سیاسي ډلې ویاند ندیم‌الرحمن هم پر شفیق منګل د ځانمرګي برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په چاودنو او نښته کې له لسو ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

هغه زیاته کړې چې شفیق منګل له بریده روغ وتلی دی.

راپور کاږي چې د ژغورنې ډلې ټپیان د خضدار تدریسي او ګډ پوځي روغتونونو ته لېږدولي او په دواړو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

امنیتي چارواکو ویلي چې له برید وروسته په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل شوي او په خضدار بازار کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي دي.

د يادونې ده، د دغه برید مسووليت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلې پر غاړه اخيستی دی.