ژبه

ټایلنډ کې ترافیکي پېښه؛ اته بودايي راهبان مړه شوي

Ahmad sohaib

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۱

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ټایلنډ د شمال‌ختیځ په موکداهان ولایت کې یوه ۱۱ کلن ماشوم يوه ډله پلي بودايي راهبان او پيروان يې په موټر وهلي او له امله يې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه پرون (پنجشنبه) هغه مهال شوې چې شاوخوا ۳۰ بودايي راهبان او یو شمېر پیروان یې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې د اوبون راتچاتاني ولایت پر لور پلي روان وو.
سرچینې لیکلي، په دې پېښه کې د اتو کسانو د مړینې ترڅنګ، لږ تر لږه له ۱۰ تر ۲۰ نورو کسانو ټپیان شوي هم دي.
پولیسو ویلي، پنځه راهبان د پېښې په ځای کې او درې نور روغتون ته تر لېږد وروسته مړه شوي دي. همدارنګه، د څلورو راهبانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او ۱۰ نور سخت ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، یاد ماشوم د خپل مور او پلار موټر له اجازې پرته ایستلی و او د موټر له کنټرول وتلو وروسته د راهبانو پر پلي کاروان ورغلی دی.
پولیسو ویلي، ماشوم دا مهال تر توقیف لاندې دی او د ماشومانو د ملاتړ ادارې د مسوولینو له حضور وروسته به ترې پوښتنې وشي.