جلالاباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د چپرهار ولسوالۍ په هاشهخېلو سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې یاد کس د چپرهار په ولسوالۍ کې دنده درلوده خو کله چې کور ته تللی، د خپل ورور له له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې قاتل نیول شوی او لومړني معلومات ښيي چې عصبي ناروغي یې درلوده خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
امنیه قومانداني وايي، چې نیول شوی کس به له لومړنیو قانوني اجراآتو او څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
حسرت
حسرت