کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): یونسکو وايي، افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې یې له لومړنیو پورته منځنیو او لوړو زدهکړو ته لاسرسی نه لري او د دغو محدودیتونو دوام د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نورو جدي زیانونو لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) پرون (د زمري ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو اوسنیو محدودیتونو د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې له شاتګ سره مخ کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په ۲۰۰۱ کال کې زدهکړو ته د نجونو لاسرسی ډېر محدود و، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې شاملې شوې وې.
دغه سازمان له زدهکړو د ښځو او نجونو محرومول «د هغوی د زدهکړو له اساسي حق څخه جدي سرغړونه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې د دغه وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د څو لسیزو لپاره د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نه جبرانېدونکو زیانونو لامل شي.
یونسکو زیاته کړې چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له زدهکړو د ښځو او نجونو محرومول او پر کار د هغوی محدودیتونه د دې لامل کېږي چې له خپلو کورنیو سره د مرستې او د هېواد په اقتصادي راتلونکي کې د ونډې اخیستو وړتیا یې کمه شي.
د دغه سازمان په خبره، د زدهکړو محدودیتونه د ښځو او نجونو پر رواني او جسمي روغتیا هم منفي اغېز کوي او په کمعمر کې د ودونو خطر زیاتوي.
یونسکو ویلي، د ا.ا هغه پرېکړه چې ښځینه ښوونکې د هلکانو له تدریس څخه منع کوي، د ښوونکو کمښت یې زیات کړی او د ټولو لپاره یې د زدهکړو پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.
دغه سازمان وايي، افغان ښځو او نجونو ته د بدیلو زدهکړهییزو لارو برابرولو لپاره د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو، سواد زدهکړې، د مهارتونو د پراختیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکوي.
د یونسکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې نږدې ۷۰ زره کسانو د دغه سازمان له پروګرامونو ګټه اخیستې چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي.
یونسکو ټینګار کړی چې دغه پروګرامونه د رسمي زدهکړو بدیل کېدای نه شي، خو تر هغه چې محدودیتونه دوام لري، د زدهکړو د دوام لپاره فرصتونه برابروي.
دغه سازمان یو ځل بیا د افغانستان له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدهکړو حق «سمدستي او له کوم قید او شرط پرته» بېرته ورکړي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې د مناسبو شرایطو له برابرېدو سره به د ټولو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شي.