منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار د دهلې بند اوبو کې یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۰ کتنې
ارشیف

کندهار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې ‎د دغه ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې بند اوبو کې د کښتۍ چپه کېدو له امله یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر شوې ده.

هغه زياته کړه، په پېښه کې د نوراحمد په نوم یو کس او د هغه څلور کوچني اولادونه، چې دوه زامن او دوه لوڼې وې، ژوند له لاسه ورکړی او د هغه د ورور یوه لور ژغورل شوې ده.

عیني شاهدان هم وایي، نوراحمد له خپلو پنځو اولادونو سره د چکر لپاره دهلې بند ته تللی و چې کښتۍ یې په اوبو کې چپه شوې ده.

دهلې بند ته ګڼ خلک د تفریح لپاره ورځي او ځیني یې په کوچنیو کښتیو کې د بند اوبو کې چکر وهي؛ خو د سیمې اوسېدونکي وایي، په دغو کښتیو کې د ژغورنې واسکټونه او د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو د ژغورلو نور اړین امکانات نشته.