د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قوشتېپې کانال د سربند له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، اسلامي امارت په ټاکلي وخت کې د دغه کانال د چارو بشپړولو ته ژمن دی.
سیمهییز مسوولین وایي چي په هلمند، فراه، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست وایي، په هېواد کې ازادې سیالۍ (فريفایټ) ځکه بندې شوې چې دغه لوبې له تاوتریخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ پکې دی.
د ریاستإالوزراء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چي د پراختیايي پروژو په پلې کولو سره د بېکارۍ کچه را ټيټه او د خلکو اساسي ستونزې حل کړي.
د مالیې وزارت وایي، د هېواد په څلورو ګمرکونو کې د ۱۰.۵ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې.
د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له افغانانو سره د یادې ټولنې د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویلي یې دي، دغه تولنه هڅه کوي چې د دوحې د درېیمې ناستې شوې ژمنې عملي شي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، د هغو پنځو افغانانو مړي یې خپلو کورنیو ته سپارلي چې څو ورځې مخکې د بلوچستان په ډالبندین سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي وو.
د چین نړۍوالې سوداګرۍ پراختیا شورا د نړۍوالو اړیکو مرستیال وایي، غواړي د سالم ژوند، ځیرکو موټرونو، پاکې انرژۍ، میکانیزه کرنې او ډیجيټلي سیسټم برخو کې د همکارۍ او تعاملاتو بهیر افغانستان ته هم وغځوي.
د ا.ا ویاند وایي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر راتګ ځکه بندیز لګول شوی چې «د افغانستان په اړه یې پروپاګند کول.»
د ا.ا مشرتابه د ټولو ولایتونو له والیانو سره په ليدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې هېچا ته دې د غیرشرعي کړنو ترسره کولو اجازه نه ورکوي او په اسلامي روحیه د ځوان نسل روزنې ته دې پاملرنه وکړي.
د امر بالمعروف، نهیعنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست بغلان ولایت کې یوه غونډه کې له مسوولینو غوښتي چې له مشرانو د اطاعت ترڅنګ په خپلو چارو کې له اخلاص، امانتدارۍ او دیانت څخه کار واخلي.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، د پیسو مینځل او له جرایمو راپیداکېدونکي عواید نه یوازې د یوه هېواد اقتصادي او مالي سیسټمونه کمزوري کوي، بلکې د جرمي فعالیتونو د پیاوړتیا او پراخېدو لامل هم کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP