د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه یې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې په یوه فیلډر موټر کې ۵۵ کیلوګرامه شیشه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښاروالۍ مسوولین وايي چې د مالیې ټولولو او خپلسرو ودانیو جوړېدو مخنیوي په موخه یې په ښار کې د ټولو کورونو، سوداګریزو مارکېټونو او هټیو ثبتولو لړۍ پیل کړې ده.
له پولیو د پاک افغانستان په نوم یوه بنسټ ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
اروزګان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) استازي وايي، د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د ثبت شوو خوارځواکو ماشومانو شمېر ۱۲ زره ۶۳۰ ته رسېدلی او ښايي د کال تر وروستیو دغه پېښې دوه برابره شي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د یوې تازه سروې پر اساس نهه نور تاریخي ځایونه کشف او ثبت شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سږ کال به په افغانستان کې د بودجې نشتوالي له امله ۶۰۰ زره میندوارې ښځې له مرستې بېبرخې شي.
د ا.ا د استخباراتو عمومي رییس وايي، د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړۍوالو سازمانونو راپورونو کې یې یادونه کېږي، په افغانستان کې نشته، بلکې دغه هېواد د ځینو هغو ډلو د تخریبي کړنو ښکار دی چې په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
پکتیا کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې د ۲۹۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، فاریاب کې د ۲۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د درېیو کانونو د استخراج او پروسس هوکړهلیک لاسلیک شو.