سیمهییزې سرچینې وایي، د هرات ښار په شپږمه ناحیه او د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په شخصي لګښت د دوو لومړنیو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هلمند مسوولین خبر ورکوي چې د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړونده سيمه کې یو کس په سیند کې ډوب او مړ شوی دی.
د ترافیکو عمومي ریاست مسوولین وايي، د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې پرون په دوو جلا پېښو کې، شاهي کانال کې درې کسان اوبو ډوب کړي چې د یوه مړی موندل شوی او دوه نور نادرکه دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۷ زره ماشومان له واکسین څخه محروم شوي دي.
د فاریاب او کندوز سیمهییز چارواکي د اختر په ورځو کې په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۸ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د سرپل یو شمېر فرهنګیان اندېښنه څرګندوي او وايي، د دغه ولایت ډېری تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او که د ساتنې او بیارغونې لپاره یې کار و نه شي نو په بشپړ ډول به له منځه ولاړ شي.
د کندوز د کانونو او صنایعو ریاست مسوولین وايي چې په بازار کې د خامو توکو نشتوالي، به بانکي سیستم کې د ستونزو او له بهره د توکو وارداتو له امله په دغه ولایت کې ۵۰ تولیدي فابریکې تړل شوې دي.
د اختر له رارسېدو سره هممهاله هرات ښار کې ګڼهګوڼه ډېره شوې خو د وچې مېوې بازار د تېر کال په پرتله کمرنګه شوی دی.
د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب له بېلابېلو سیمو اختر ته د خوراکي توکو او جامو پېرلو لپاره میمنې ښار ته د خلکو ورتګ بې ساری دی، خو هټۍوال د پلور له کموالي او پېرېدونکي د اختریزو خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د دایکنډي ولایت روغتیایي مسوولین وایي، تېر کال له ۳۶ زره ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په جوزجان کې یو شمېر زدهکوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.