ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل فرهنګیان: د دغه ولایت لرغونې ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د سرپل فرهنګیان: د دغه ولایت لرغونې ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
24 Apr 2023 - 17:26
د سرپل فرهنګیان: د دغه ولایت لرغونې ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
24 Apr 2023 - 17:26

سرپل (پژوا‌ک، ۴ غویی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر فرهنګیان اندېښنه څرګندوي او وايي، د دغه ولایت ډېری تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او که د ساتنې او بیارغونې لپاره یې کار و نه شي نو په بشپړ ډول به له منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم د تاریخي ابداتو د ويجاړېدو په اړه د فرهنګيانو اندېښنې پر ځای بولي او وايي، دغه موضوع یې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره شریکه کړې ده.

د سرپل ولایت یوه فرهنګي سیداحمد حیدري له پژواک سره په خبرو کې وویل: «په سرپل کې ډېری ابدات د له منځه تلو په حال کې دي، که حکومت د دغو ابداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره کار ونه کړي، په راتلونکي کې به موږ هیچ لرغونې ابده و نه لرو چې ورسره له یوې خوا، د یوه ولایت او د هغه د خلکو هویت له منځه ځي او له بلې خوا به دغه ولایت ته هیڅ سیلاني را نه شي.»

هغه د بېلګې په توګه د سرپل په مرکز کې د امام جعفر له زیارت څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، دغه ابده ۹۰۰ کاله لرغونتیا لري او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د امام یحیی بن زید شهید اصلي زیارت له شاوخوا زر کاله لرغونتیا سره او د ابوعلي جوزجاني زیارت هم د ویجاړېدو په حال کې دي.

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د لرغونو ابداتو په بیارغونه کې له یونسکو سازمان څخه مرسته وغواړي څو دغه تاریخي او فرهنګي اثار احیا او ورغول شي.

د سرپل ولايت يوه بل فرهنګي حکمت‌الله حيدري وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دنده ده څو د لرغونو ابداتو ساتنه وکړي او د ويجاړېدو مخه یې ونيسي.

نوموړي هم په یاد ولایت کې د تاریخي ابداتو د ویجاړېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «ټول خلک د سرپل ولایت د فرهنګي ارزښتونو د ویجاړېدو شاهدان دي، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست باید د تاریخي ابدو د ویجاړېدو مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه واخلي.»

په سرپل کې د یوه بل فرهنګي عبدالله په باور، دغه ولایت د تاریخې ابدو درلودو له اړخه بډایه دی، خو د سیلانیانو د راجلبولو په برخه کې کوم کار نه دی شوی او همدا لامل دی چې د سرپل ولایت لیدو ته ډېر خلک نه راځي.

نوموړي زیاته کړه: «که مسوولین د سرپل ولایت لرغونې ابدې بېرته ورغوي او د تبلیغاتو او معرفي کولو برخه کې یې اقدام وکړي، نو له دې لارې به ډېر عواید د دولت خزانې ته اضافه شي.»

خو د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست ایام‌الدین یولداش وايي، په دغه ولایت کې له ۲۰۰ ډېرې تاریخې ابدې شته چې له ډلې یې، په مرکز کې د عیدګاه جومات او امام کلان زیارت او په صیاد ولسوالۍ کې د خواجه خطیب زیارت د تېر حکومت پر مهال ترمیم شوي دي.

هغه وویل: «د سرپل د فرهنګیانو اندېښنې پرځای دي، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو ابدو د ویجاړېدو موضوع له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې ده، له وزارته غوښتل شوي څو یو مسلکي پلاوی دغه ولایت ته واستوي، څو په مسلکې توګه تخریب شوې ابدې سروې کړي او د بېرته رغولو په برخه کې یې اقدام وکړي.»

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د شهید یحیی بن زید مقبره، عیدګاه جومات، خانقا جومات، د حضرت خضر جومات، د امام کلان مقبره، د خواجه محمدخطیب مقبره، د امام جعفر مقبره، د سلطان محمد دیوبند مقبره، د شاه د لور مقبره او پسته مزار زیارت، بالاحصار او د سانچارک بالاحصار په دغه ولایت کې د هغو ۲۰۰ تاریخې ابدو له ډلې دي چې هره یوه یې سلګونه کلونه لرغون‌توب لري.

Visits: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.