د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزراء سره په جلا لیدنو کې د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ هغه ته بلنه ورکړه څو دغو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.
ټاکل شوې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ سبا په کابل کې پیل شي
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې په څېر دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې بیجینګ د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي، تمه لري چې حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په تړاو خپله پرېکړه وکړي.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
د فغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د اسیا ملتونو جام (کافا) د ګروپي پړاو سیالیو لپاره د افغان فوټبال ملي لوبډلې سیال ټیمونه اعلان شول.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو په ګډون «د همدردۍ او دوستۍ جام» په نوم د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستیو ټیلېفوني خبرو یې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو هڅو کې هیڅ پرمختګ نه درلود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې له سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن سهار کابل ته رسېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP