اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې له سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن سهار کابل ته رسېدلې ده.
د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرورنډرانو په تازه درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزي لومړی او محمدنبي عیسیخېل دویم مقام ترلاسه کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسانجلس ښار کې د «غیرقانوني» کډوالو د نیولو له امله د رامنځته شوو شخړو او نښتو د کنټرول لپاره دغه ښار ته د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتېرو د استولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د دغه هېواد د موثریت څانګې له مخکیني مشر او میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکه پای ته رسېدلې دي.
د دایکنډي یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې یې د لبنیاتو پروسس یوازېنۍ کارخونه جوړه کړې، له حکومت او همکارو موسسو غواړي چې له کوچنیو ځايي پانګونو ملاتړ وکړي، څو د کورنيو تولیداتو د ودې او په دایکنډي کې د کاري فرصتونو پیدا کېدو زمینه برابره شي.
د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو په یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
هرات کې یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د کچالانو حاصلاتو ټولولو په فصل کې دې پر ورته وارداتي محصول تعرفه لوړه کړي او یا دې د هغو پر وارداتو بندیز ولګوي.
یو شمېر خلک د فاریاب په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښته شکایت کوي او د عامې روغتیا او مرستندویه موسسو له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې یوه نالوستي اوسېدونکي ۲،۵ جریب شخصي ځمکه د خپلې سیمې ښوونځي د ودانۍ لپاره پوهنې ریاست ته وقف کړې ده، څو د کلي ماشومان یې د ده په څېر نالوستي پاتې نه شي.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د د یو شمېر پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي
د افغانستان د سرپرست حکومت رییسالوزرا وایي، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري نسلوژنه روانه ده او نړۍوال باید د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره عاجل او مثبت اقدامات وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP