کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د سرپرست حکومت رییسالوزرا وایي، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري نسلوژنه روانه ده او نړۍوال باید د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره عاجل او مثبت اقدامات وکړي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا د دفتر لخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند له قوله لیکل شوې، د فلسطین په غزه کې د اسراییلي «اشغالګرو» له لوري نسلوژنه جریان لري او هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډېر خرابېدو په لوري روان دی.
ملا حسن زیاته کړې: «د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کېږي، د مظلومو مسلمانانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډيره خطرناکه او نامتوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردوونکې خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډېر کم څه کړې دي.»
نوموړی ویلي: «موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه او هلته نسلوژنه په کلکو ټکو غندو، په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دغه ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پای ته ورسوي.»
ریاستالوزرا دغهراز لیکلي، په ټولو هېوادوالو یې غږ کړی چې نن د جمعې له لمانځه وروسته په جوماتونو کې له فلسطیینیانو سره د خواخوږۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په موخه د قرانکریم ختمونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP