Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې یوه نالوستي کس خپله ۲،۵ جریب ځمکه د یوه ښوونځي ودانۍ لپاره وقف کړې ده

فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولۍ ۱۴۰۴): د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې یوه نالوستي اوسېدونکي ۲،۵ جریب شخصي ځمکه د خپلې سیمې ښوونځي د ودانۍ لپاره پوهنې ریاست ته وقف کړې ده، څو د کلي ماشومان یې د ده په څېر نالوستي پاتې نه شي.

۳۴ کلن میرویس د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د «سیاګنده» کلي اوسېدونکی دی؛ په دغه کلي کې ۸۵ کورنۍ ژوند کوي او د سیمې ښوونځي ته یې د ودانۍ نشتوالی د دغه کلي د اوسېدونکو یوه لویه ستونزه وه.

د نوموړي په وینا، د یاد کلي او شاوخوا کلیو ماشومان تر سوځوونکي لمر لاندې او ځیني وخت باراني او سړه هوا کې په ازاده فضا یا خېمو کې زده‌کړې کولې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «خپله نالوستی پاتې شوی یم، خو څه باندې ۲،۵ جریب ځمکه مې د ښوونځي د ودانۍ لپاره معارف ته ورکړه، څو ماشومان په خوندي فضا کې درس ولولي، له لمر او یخنۍ په امان وي.»

هغه وايي، د دغه کلي اوسېدونکي په یوه لومړني ښوونځي کې چې ودانۍ نه لري، په ازاده فضا کې تر سره لمر لاندې زده‌کړې کوي چې کله خېمه ورته پیدا کېږي او کله هم نه وي.

میرویس وايي، دغه اقدام یې وروسته له هغه وکړ چې پوهنې ریاست د ښوونځي جوړولو لپاره د کلیوالو د عریضې په ځواب کې د ځمکې غوښتنه کړې وه څو د زده‌کړو غوره او خوندي زمینه برابره شي.

هغه د معارف له مسوولینو وغوښتل څو د دوی د سیمې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو برخه کې اقدام وکړي.

د میرویس یاد اقدام د زده‌کوونکو او د هغوی د کورنیو له لوري هم ستایل شوی دی.

د یاد ښوونځي زده‌کوونکي هم د پوهنې له ریاسته غواړي چې د ښوونځي ودانۍ جوړولو برخه کې همکاري وکړي.

مجتبی له هغو سلګونه زده‌کوونکو دی چې د تشکان ولسوالۍ د «سیاه‌جنګل» لومړني ښوونځي په درېیم ټولګي کې درس وايي. هغه چې نهه کلن او د خپل ټولګي اول‌نومره دی وايي، هیله لري څو په راتلونکي کې ډاکټر شي.

هغه د یاد ښوونځي د ودانۍ له نشتوالي شکایت لري او زیاتوي چې د ده په ګډون د ښوونځي ټول زده‌کوونکي په ازاده فضا کې تر سره لمر لاندرې زده‌کړې کوي.

مجتبی چې ویل یې د پوهنې وزارت دې د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو برخه کې ژر اقدام وکړي، زیاته کړه: «په اوړي کې له ګرمۍ ضعف کوو او د باران پر مهال مو کتابونه او کتابچې لندیږي او موږ خپله هم ناروغېږو.»

د یوه زده‌کوونکي پلار

د یاد ښوونځي د یوه زده‌کوونکي پلار فیض‌محمد وايي: «زموږ د درې ګاونډیو کلیو ماشومان په یوه ځای کې سره راټولېږي، هیڅ ودانۍ، خیمه او دیوال نشته خو درس وايي، په اوړي او ژمي کې سلګونه ستونزو سره درس وايي، کله کله ناروغان کېږي.»

هغه له میرویس، هغه چا چې د دوی په کلي کې د ښوونځي ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه ورکړې، مننه وکړه او هغه یې یو نېک او صالح انسان وباله.

نوموړي د دغه ولایت د پوهنې له ریاسته وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي څو د زده‌کوونکو ستونزې حل او د زده‌کړې خوندي چاپېریال ورته برابر شي.

د پوهنې ریاست د مسوولینو ځواب

د یاد ولایت د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول عبدالغني عابدي وویل، د دغه ریاست انجینیرانو یاده ځمکه نقشه‌برداري، سروې او د معارف په املاکو کې ثبت کړې او ډېر ژر به په دغه سیمه (سیاه‌جنګل کلي) کې د ښوونځي ودانۍ جوړه شي.

هغه زیاتوي، ۲.۵ جریب ځمکه په وړیا ډول معارف ته ورکړل شوې؛ دا خپلو اولادونو لپاره د تشکان ولسوالۍ د خلکو ژمنتیا او د مسوولیت د احساس ښکارندویي کوي او د اړوندو بنسټونو په مرسته به د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې ژر پیل شي څو د دغه کلي ماشومان د زده‌کړو له نعمته بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د معارف د امر مولوي ذاکر منیب د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ د سیاه‌جنګل د لومړني ښوونځي ۲۸۰ زده‌کوونکي په ازاد چاپېریال کې، تر لمر او موسمي بارانونو لاندې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړه کوي چې ۱۲۰ یې نجونې او ۱۶۰ یې هلکان دي.

هغه زیاتوي، په یادې ولسوالۍ کې ۲۴ ښوونځي شته چې یو دارالعلوم، ۱۱ لېسې، اوه لومړني ښوونځي او پنځه منځني ښوونځي په کې شامل دي چې ۲۲ ښوونځي یې ودانۍ نه‌لري.

د ښوونیزو چارو پوه

فیض‌اباد ښار کې د ښوونې برخې متخصص ټرینر سلیم دهمنش وویل: «د ځمکې ورکړه، د ودانۍ جوړول او د خالي کورونو ورکړه په ټولنه کې د معارف په اړه مثبته روحیه پیدا کوي څو زموږ اولادونه په لېوالتیا سره زده‌کړې وکړي.»

نوموړي د زده‌کړې خوندي چاپېریال ډېر اړین وباله او ویې ویل، په دا ډول اقداماتو سره د ټولنې د پوهې کچه لوړېږي.

هغه په ټینګار وايي، د خیرخواه خلکو مالي او معنوي مرسته زده‌کوونکو لپاره انګېزه رامنځته کوي څو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

هغه له خیرخواه خلکو او بنسټونو غواړي چې اړمنو کسانو سره د مرستې ترڅنګ د ښوونځیو ودانیو جوړولو او ښوونځیو کې د درسي موادو وېشلو برخه کې هم فعاله ونډه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.