بدخشان کې یوه نالوستي کس خپله ۲،۵ جریب ځمکه د یوه ښوونځي ودانۍ لپاره وقف کړې ده
د بدخشان د تشکان ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې یوه نالوستي اوسېدونکي ۲،۵ جریب شخصي ځمکه د خپلې سیمې ښوونځي د ودانۍ لپاره پوهنې ریاست ته وقف کړې ده، څو د کلي ماشومان یې د ده په څېر نالوستي پاتې نه شي.



