منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې د دروازونو حلقوي سړک د ترافیکو پر مخ تړل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۳ کتنې

فیض‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د سېلابونو په پایله کې په امو سیند کې د رسوباتو او اوبو ډېرېدو له امله د دروازونو حقلوي سړک - چې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ سره نښلوي – تړل شوی دی.

خو د سیمې خلک وایي، که دغه سړک د ترافیکو پر مخ ژر خلاص نه شي، له جدي ستونزو سره به مخ شي.

د بدخشان درواز د شکي ولسوال مولوي اکرم تایب وایي، یاد حلقوي سړک د دې ولسوالۍ په خوند کلي کې له درېیو ورځو راهیسې په پنج سیند کې د رسوباتو او اوبو ډېرېدو له امله تړل شوی دی.

هغه زیاتوي، یاده سیمه د درواز د لوړو غرونو په منځ کې پرته ده چې خلک او ځایي مسوولین نه شي کولای دغه لار پرانیزي، که مرکزي حکومت ژر اقدام  ونه کړي خلک به د خوراکه توکو له کمښت او د ولایت مرکز او ګاونډیو ولسوالیو ته د ناروغانو انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه، د خوند کلي په استقامت شاوخوا ۲۰ متره سړک اوبو لاندې کړی او لازمه ده چې حکومت له یوې مجهزې ماشینرۍ سره د انجنیرۍ یو ټیم سیمې ته واستاوي څو سیمه ژر پرانیزي، که نه نو د شکي، نسي، کوف‌اب او مایمي ولسوالیو خلکو ته به مالي او ځاني زیانونه واوړي.

بلخوا، د شکي ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، د خوند کلي د ښوونځي زده‌کوونکي د سړک بندېدو له امله ښوونځي ته نه شي تللی او اقتصادي ستونزې، د غذایي توکو بیې لوړېدل، ګاونډيو ولسوالیو او فیض‌اباد ښار ته د عاجلو ناروغانو نه رسېدنه هغه ستونزې دي چې دوی به ورسره مخ شي.

د شکي ولسوالۍ یو اوسېدونکی خضرالله وایي، دا ستونزه له درېیو ورځو راهیسې تر اوسه پنج سیند ته د سېلابونو د ورتلو او د سیند اوبو ډېرېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې، د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست حوادثو ته د رسېدنې آمر محمد کامګار وایي چې دوی په شکي ولسوالۍ کې د لارې له بندېدو خبر دي او پلان لري چې له موسساتو سره په سلا د لارې پرانیستلو په موخه لازم اقدامات وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې