فراه (پژواک، ۹ جوزا ۱۴۰۴): د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د د یو شمېر پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په ۱۳۳ کلیو کې د ۱۸۳ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې دي.
خپرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د والي مولوي غوثالدين رهبر او نورو چارواکو له لوري په ګلستان ولسوالۍ کې د یادو پروژو د چارو پرانیسته وشوه.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پروژې به د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۳ میاشتو په موده کې پلي شي.
خبرپڼه کاږي چې په یادو پروژو کې د ۳۵ کيلومتره عمومي سړک او ۳۰۰ کيلومتره فرعي سړکونو جغلاچونه، د اوبو یوه کوچني بند، د ۸۸۰ متره استنادي دېوال، ۲۴۰ متره واش او ۲۴ پلچکونو جوړول شامل دي چې په ټولو پروژو کې به ۱۵ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
په ورته وخت کې، د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغو پرمختیایي پروژو د چارو له پیل څخه خوښي څرګندوي.
د ګلستان ولسوالی د مرکز یو اوسېدونکی نادرشاه فیضي وایي، خوښ دی چی په ولسوالی کې یې د سړک جوړونې ترڅنګ یو شمېر نورې پروژې هم پیل شوې.
نوموړی زیاتوی، ګلستان ولسوالی تراوسه مشخص سړک نه درلود، دا چی اوس د سړک جغلاچونه کېږي، دا به د ولسوالی د اوسیدونکو لپاره یو لوی سهولت وي.
د دي ولسوالی یو بل اوسېدونکی عصمتالله هم ورته نظر لري، وایې چی دغه ولسوالي یوه محرومه اولرې پرته ولسوالی ده چی په تېرو دوو لسیزو کي د بیارغونې په برخه کې ورته پاملرنه نه وه شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP