د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري له ۶۶ سلنې کموالي سره مخ شوې ده.
د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او له دغه هېواده د هغوی د ایستلو لړۍ د کوچني اختر رخصتیو له امله تر لسو نورو ورځو ځنډول شوې ده.
کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی موسیخېل او مېرمن یې چې د زوی له مرګ وروسته ورته رواني ناروغي پيدا شوې، وايي، کوچنی زوی یې په مزدورۍ پسې خوست ته لېږلی و چې هلته یوه په هوټل کې د چاودنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
ستره محکمه وايي چې د کاپیسا په دویمه حصه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ ټولنې له لوري «د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو» په نوم جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان کې له یو بل سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ازبکستان له سفیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او سوداگریزې راکړې ورکړې پر دوام ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۴۸.۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.
د لغمان امنیه قومنداني وایي چې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو حپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP