د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د پوهنې وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې له ۷۶۱۰ کسانو د سویې ازموینه اخیستې او له بریالي کېدو وروسته به په بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.
د سترګو د ناروغیو یو ډاکټر په ماشومانو کې د لید ستونزو مخنیوی له عینکو د استفادې له لارې د درملنې وړ بولي او سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د ورځې له دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د پروان د عامې روغتیا ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې د برېښنا شارټي له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړۍوالو سیالیو نېټې په ډاګه کړې.
د افغانستان د «اشیهاراکاراته» فدراسیون پخواني ملي لوبغاړي قهرمان شاهین د مویټای په سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه.
د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل ښار کې د والیبال غورهلیګ درېیم پړاو په پيل شوو سیالیو کې امالبلاد او بست لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې سیالیو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.