د المپیک ملي کمېټه وایي، د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله په اسیایي او اوقیانوسیه (AOZ) سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړه.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ لوبډله د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له کوربه هېواد سوېلي افریقا سره لوبه کوي.
د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي چې له پاکستانه راستنو شوو ۲۵۰ افغان کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
هلمند ولایت کې د قوشتېپې کانال په نوم پیل شوې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې او د کندهار خپلواک لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو اتلولي د سپینغر زون د فقیر وهاب لوبډلې وګټله.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر وایي چې اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وایي چې له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه یې تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پرمختګ وکړي.
غزني ته راستانه شوي کډوال د سرپناه ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي، خو مسوولین بیا وايي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يې یوه کمېټه جوړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۲۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره پاکستان، هندوستان، ایران او ترکیې ته صادر شوي دي.
د کابل ځیني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سونتوکو له لوړو بیو شکایت کوي، وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د هغو د پېرلو توان نه لري او حکومت باید دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.