ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځيني اوسېدونکي د سون‌توکو د بیو ټيټېدو غوښتنه کوي

د کابل ځيني اوسېدونکي د سون‌توکو د بیو ټيټېدو غوښتنه کوي

author avatar
17 Dec 2023 - 16:57
د کابل ځيني اوسېدونکي د سون‌توکو د بیو ټيټېدو غوښتنه کوي
author avatar
17 Dec 2023 - 16:57

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ځیني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سون‌توکو له لوړو بیو شکایت کوي، وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د هغو د پېرلو توان نه لري او حکومت باید دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، نن د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د لرګیو، بوره‌ اره او پټرول بیې لوړې شوې، خو د ګازو، ډيزلو او ډبروسکرو بیې ټيټې شوې دي.

د لرګیو پلورونکو د معلوماتو له مخې، نن د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د یو خروار بلوطو بیه له ۹۵۰۰ څخه ۱۱۰۰۰ افغانيو ته او د یو خروار ارچې بیه له ۸۰۰۰ څخه ۹۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو نن د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د یوه خروار ډبروسکرو بیه له ۱۱۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د یادونې ده چې نن د یوه لېتر پټرولو بیه د تېر کال د همدغه وخت په نسبت له ۷۵ څخه ۷۶ افغانیو ته لوړه شوې، خو د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۸۹ څخه ۶۳ افغانیو ته او د یو کیلو ګاز بیه له ۷۵ څخه ۵۵ افغانیو ته ټيته شوې ده.

د کابل ښار د تایمني سیمې یوه اوسېدونکې سحر چې د لرګیو پېرلو لپاره د دغه ښار «چمن ببرک» سیمې ته راغلې وه، خو د لرګیو او بوره اره د لوړو بیو له امله بېرته خالي لاس کور ته ستنېده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو ځایه‎ مې د بیو پوښتنه وکړه، د هغو د پېرلو وس نه لرم، بېرته کورته ځم واده کړي زامن مې بې‌کاره دي او په کور دي.»

نوموړې له اسلامي امارته وغوښتل چې د سون‌توکو د بیو کنټرول برخه کې اقدام وکړي.

دغه راز، د کابل ښار د خیرخانې ۳۱۵ سیمې یوه اوسېدونکي محمدرسول چې د لرګیو اخیستو لپاره دغه سیمې ته راغلی و، ویې ویل چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره سماوار لري او چاي پلوري.

نوموړی د لرګیو له لوړو بیو شکایت لري او وایي چې تر اوسه د ژمي لپاره هیڅ چمتووالی نه لري او سون‌توکي یې نه دي اخیستي.

هغه هم د سون توکو په ځانګړي ډول د لرګیو د بیو ټيټېدو غوښتنه وکړه.

لرګي پلورونکي د لرګیو لوړو بیو په تایید سره د خپلو فروشاتو کمېدو له امله شکایت کوي

د کابل ښار «د چمن ببرک» سیمې د لرګیو یو پلورونکی جمشید هم د لرګیو له لوړو بیو خبره کوي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د تېر کال په پرتله فروشات کم شوي ‌دي.

هغه وویل چې تېر کال همدا وخت یې د ورځې ۵۰ خرواره لرګي پلورل، خو سږ کال د ورځې تر ۱۶ خروارو پورې هم پلور نه لري.

نوموړی د لرګیو لوړه بیه هم تاییدوي او وایي چې نن د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د یو خروار بلوطو بیه له ۹۵۰۰ څخه ۱۱۰۰۰ او د یوه خروار ارچې لرګیو بیه له ۸۰۰۰ څخه ۹۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې، د کابل ښار په لب‌جر سیمه کې یو د بوره اره پلورونکی شېرمحمد وایي چې د لرګیو د بیې لوړېدو ترڅنګ د بوره اره بیه هم لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، نن د یوه خروار ارچې بوره اره بیه ۸۵۰۰ افغانۍ او د یوه خروار د بلوطو بوره اره بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ده چې د تېر کال په نسبت په هر خروار کې دوه زره افغانۍ ډېروالی راغلی دی.

نوموړی د خپلو کمو فروشاتو له امله شکایت لري او وایي چې تېر کال یې د ورځې شل خرواره بوره اره پلورله، خو سږ کال ځيني ورځې یو یا دوه خرواره پلوري او ځينې ورځې هیڅ پلور نه لري.

دغه پلورنکي د خپلو کمو فروشاتو لامل د خلکو اقتصادي ستونزې بولي.

خو د ډبروسکرو بیه ټيټه شوې ده

د کابل ښار په تایمني سیمه کې د ډبروسکرو یو پلورونکی محمدظریف وایي چې د تېر کال په پرتله د ډبروسکرو بیه ټيټه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د تېر کال د همدغه وخت په نسبت د یوه خروار ډبروسکرو بیه له ۱۱۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې؛ ځکه چې حکومت د هغه صادرات پاکستان ته منع کړي دي.

خو هغه هم لکه د نورو پلورونکو په څېر له خپل کم پلوره شکایت کوي.

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک ته وویل: «زموږ هڅې روانې دي چې ډېر ژر را روان ژمي کې بیې کنټرول کړو، لکه څرنګه چې تېر کال هم توانېدو چې د سون او خوراکي توکو بیې کنټرول کړو.»

هغه وایي چې دغه وزارت د احتکار مخنیوي لپاره د خوراکي او سون توکو له بیو جدي څارنه کوي.

نوموړی د لرګیو لوړه بیه د سالنګ لارې بندېدل او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل بولي.

هغه وویل هڅې روانې دي چې د لرګیو پر ځای د هېواد له ذخیرو لکه د ډبروسکاره، نفتي موادو او له برېښنا استفاده وشي.

جواد زیاته کړه: «د ډبروسکاره افغانستان له کانونو څخه دي او لرګي د افغانستان یوه اړتیا ده، که موږ هر کال هغه بدرېغه وسوځو د هغو له کمښت سره مخ کېږو، باید له بدیلو لارو استفاده وشي.»

په ورته وخت کې، د کابل د ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي د سون‌توکو بیو د کنټرول په اړه وویل: «په دې اړه مشخصه نرخ‌پاڼه موجوده ده او په بازار کې د هغې مطابق اجرات کېږي.»

د هغه په خبره، کابل ښاروالۍ د لومړنیو توکو د بیو نرخ‌پاڼې تنظیم کړي او په ټول ښار کې د تطبیق وړ دي که پلورونکي له ټاکل شوو نرخونو سرغړونه وکړي، پېرېدونکي دې ژر د کابل ښاروالۍ نمایندګیو ته مراجعه وکړي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.