د لوګر ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې سږ کال د دغه ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو ۱،۱ میلیون ټنه کرنيز محصولات صادر شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۲ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ دې افغان کډوال نه وباسي.
د ټولګټو وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴،۳ میلیون مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې په درېیو ترافیکي پېښو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند کارته پروان سیمه کې د ۸،۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو په خپرونو کې د ملي او اسلامي هویت د تثبیت او ټینګښت په موخه د الفاظو، اصطلاحاتو او القابو د اصولي کارونې لپاره کمېټه وټاکل شوه.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یې د ۱۵۰ جوړو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
اسلامي امارت وایي، د حماس غورځنګ مشرانو د اسرئیلو پر وړاندې د خپل نه ستړيکېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.
یوناما او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې د اسلامی امارت یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپی شوی دی.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP