د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۲۱۱ کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه جوړ شوي کورونه وسپارل شول.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایته بهر ته د پستې صادرات ډېر شوي او په تېرو نهو میاشتو کې یې د صادراتو ارزښت ۲۴،۶ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د ټولګټو وزارت په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې د ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکوي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت له پنځو داخلي شرکتونو سره د څه باندې یو میلیارد او ۷۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو کان د پنځو بلاکونو د استخراج، اکتشاف او پروسس تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې قطر کې د افغانستان سفارت مخکیني سرپرست دوکتور محمدنعیم د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړه.
د خوست ولایت په دوو ولسواليو کې د ۲۳ کیلومتره سړکونو او د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکو مدیریت ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام او پنځهګونو ولسوالیو کې د مېوهلرونکو او بېمېوې نیالګیو د اېښودلو لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې به یې یو میلیون نوي نیالګي کېښودل شي.
د راپورونه له مخې، د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یو افغان د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی دی.
د جوزجان د کرنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې کرنیزې پروژې په پیلېدو سره ۹۳۰ کروندګرو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوه.
د افغانستان د سترې محکمې قضايي پلاوي له ایران غوښتي څو د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې په دغه هېواد کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسوغوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP