د اوبو او برېښنا وزارت وایي، په کاپیسا ولایت کې د څه باندې ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۲ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډیم جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري ښکلا او ښېرازۍ په موخه د ښار مختلفو واټونو کې ۱۵زره زينتي بوټي کېنول کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان پریمر لیګ «APL» سیالۍ ترسره کېږي.
غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د مونيخ ناستې په څنډه کې د ۱۲ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په خپرولو په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې خو د ا.ا ویاند وایي، دا اندېښنې بېځایه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکي دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.
پنجشیر کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ درې کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، که د دوحې ناسته کې د ا.ا او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی.
هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه کس جسد چې د دغه ولایت د زرنج – دلارام پر لویه لار د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی، موندل شوی دی.
یو خبر خپور شوی چې ګواکې د کابل ښار قصبې سیمه کې پر یوه کرولا موټر د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د یادې پېښې په اړه معلومات نه لري او د کابل امنیه قومانداني یې هم ردوي.