ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

پنجشېر کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
15 Feb 2024 - 15:34
پنجشېر کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
15 Feb 2024 - 15:34

پاراخ (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲ ): پنجشیر کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ درې کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، یاده دښمني درې کاله مخکې د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په دشت ریوت سیمه کې دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې یو کس په کې وژل شوی هم و.

سرچینې زیاته کړې: «یاده دښمني د حاجي عبدالحبیب او محمدخالق د زامنو ترمنځ وه او کله نا کله به د دواړو کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل کېده خو د الله تعالی په احسان پرون د افغانستان د اسلامي امارت د ځايي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.»

سرچینې ویلي، د یادې دښمنۍ له امله یو کس وژل شوی دی.

د سرچینې له قوله، د پنجشیر د علماوو د شورا رییس مولوي قیام‌الدین حنیف په یوه ناسته کې کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ویلي، دواړو لورو اسلامي امارت د ځایي مشرانو پر پرېکړه رضایت وښود او علان یې وکړ چې راتلونکي کې به له پخوانیو کرکو ډډه کوي او د ورورولۍ ژوند به کوي.

هغه زیاته کړې، ا. ا هیڅکله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او د قضیو حل خپل مسوولیت بولي.

په دې اړه د پنجشیر ولایت مقام مرستیال شاه ملنګ روح‌الله هم ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د شخړو د حل په برخه کې مذاکرو خپل ارزښت بېرته موندلی دی.

د یادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې د یادو دواړو کورنیو غړو چې له درېیو کلونو راهیسې یې ترمنځ دښمني وه، یو بل غېږ کې ونیول او ډاډ یې ورکړ چې له دې وروسته به د ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

Visits: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.