Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د اسلامي امارت مشر د پکتیا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، مسوولین د خلکو په خدمت کولو مکلف دي، لکه څنګه چې په تېر «جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ»، اوس وخت دی چې مسوولین د خلکو خدمت وکړي.
ستره محکمه وایي، په فراه او غزني ولایتونو کې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
په کابل کې د ازبېکستان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له درېیو موسسو سره د څه باندې ۲.۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان بانک سبا پنجشنبه (د وري ۲۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
د چارو پوهان د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه بامیان کې د ګرځندوی فصل په رارسېدو سره وايي چې د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، اقتصادي پراختیا او د داخلي تولیداتو د ښهوالي لامل شي.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د نړۍ له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو غوښتي څو له افغانانو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.
د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل – چې نن یې کار پیل شو- پر ۷،۳ جریب ځمکه، د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP