Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ له الف لوبډلې سره کوي.
د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو برخه کې پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي.
له پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر وايي چې سبا په افغانستان کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپیاین پیلېږي.
افغان او پاکستاني چارواکو د ترانزیټي اسانتیاوو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلامخان بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه میکانیزم چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد هیڅ ډول اقدام ته اجازه نه ورکوي او د دغه هېواد حکومت دې د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې په افغانستان پورې نه تړي.
د لغمان د ترافیکو مدیریت وايي چې د دغه ولایت په الینګار او دولتشاه ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبېکستان ته ولاړ.
کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP