Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه څنډه کې د صابرې په نوم یوه ۲۰ کلنه ښځه چې د جبري واده له امله له زدهکړو بېبرخې او دغه راز له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده، له کورنیو غواړي چې خپل اولادونه دې جبري ودونو ته نه اړباسي او راتلونکی دې نه ور تباه کوي.
لوګر کې د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه جوړه شوې یوه غونډه کې د دغه ولایت مسوولینو او قومي مشرانو ویلي چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو له امله هر کال لسګونه ځوانان په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي او په لارو کې له بېلابېلو خطرونو سره مخ کېږي.
د پوهنې وزارت چارواکو له افغان کډوالو د سویې د تثبیت ازموينې په تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي چې ا.ا به ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سیلانيانو وروستی بريد غندلی او وایي چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، روسیه د سفیر په کچه د ا.ا دیپلومات مني او دوی په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.
د نورستان ولايت د امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفايې امریت لپاره د اته ميليون افغانيو په لګښت د نوې او معیارې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په بهسودو سیمه کې د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروالي وايي، تېر لمریز کال کې یې ۵۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، دغه راز د ښاري پراختيا په موخه یې د دوو نوو ناحيو رامنځته کولو پلان جوړ کړی چې د رياستالوزرا له تایید وروسته به پلی شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې له هغه غوښتي څو د سوداګرۍ ودې په موخه افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل کې د روسیې سفیر د یاد وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP