Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: ډېری ځوانان په هېواد کې د ناسمو دودونو له امله ناقانونه مهاجرت ته اړ کېږي

Jپل‌علم (پژواک، ۳ غويي ۱۴۰۴): لوګر کې د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه جوړه شوې یوه غونډه کې د دغه ولایت مسوولینو او قومي مشرانو ویلي چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو له امله هر کال لسګونه ځوانان په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي او په لارو کې له بېلابېلو خطرونو سره مخ کېږي.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د سیمه‌ییزو چارواکو ترڅنګ علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم وویل، اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه د خلک لپاره یوه لویه ستونزه ده او دغه ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو ناوړه دودونو له امله هر کال لسګونه ځوانان په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي چې ګڼ شمېر یې موخې ته له رسېدو مخکې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

صمیم وویل، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ته په کار ده چې له حکومت سره په ګډه د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو په کلکه مخنیوی وکړي.

همدارنګه، د لوګر یوه دیني عالم او د دغه ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي محمدشریف وویل، د ناسمو دودونو په له منځه وړو کې د علماوو او قومي مشرانو ونډه مثبته پایله لرلای شي.

هغه زیاته کړه، حکومت ته په کار ده چې خلکو ته د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

بلخوا، د لوګر د امر بالمعرف ریاست مطبوعاتي مسوول مولوي اکرام‌الله عزیز وویل، په هېواد کې د شته  ناسمو دودونو د له منځه وړو لپاره د ا.ا د رهبرۍ ورستی فرمان کولای شي په ټول کې هېواد کې د روانو ناوړه دودونو مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا، ناوړه دودونو د ډېرو کورنیو ترمنځ دښمنۍ، بې‌اتقاقۍ او دې ته ورته نورې ستونزې راولاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه په دې وروستیو کې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه ماده‌ییز فرمان صادر کړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.