Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږل شول.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوه نظرپوښتنه ښیي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زدهکړې خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، ایران ۱۹۹ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، اسلامي امارت ته سپارلي او دوه ایراني بندیان هم د افغانستان چارواکو له لوري د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس سره په لیدنه کې په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې پر ګډ کار او همکاریو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو اړوند ناروغیو د درملنې برخه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې تورخم ته یوه ګرځنده روغتیايي ډله استولې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه اوزبېکستان ته ولاړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته یې دوحې ته د سفر معافیت ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد دې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته دې ویزو ورکړه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د افغانستان بانک سرپرست وايي، دغه بانک د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو، د اسعارو د قاچاق او پيسو مینځلو د مخنیوي برخو کې مهم او مؤثر ګامونه اخیستي دي.
د کندهار د روږدو درملنې په ۱۰۰ بستریز روغتون کې چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعال دی، پر نشهیي توکو څلوېښت روږدو کسانو د درملنې تر څنګ حرفوي زدهکړې هم ترلاسه کړې دي.
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP